Compact Guide

د ډریورۍ جواز

عمومي معلومات 0:03

اخیستل 0:05

که چیرې د ډریورۍ جواز د اخیستلو نیت لرئ، لومړی باید خپله غوښتنه خپل د اوسیدو ځای د لارښود او ډریورۍ ادارې ته ورکړئ. د دې لپاره تاسې پیژندپاڼې وړاندې کولو ته اړتیا لرئ. که چیرې پیژندپاڼه ونلرئ، د بهرني اتباع ادارې څخه د اقامت صادر شوی جواز هم منل کیږي.

د ډریورۍ مختلف جوازونه شتون لري چې د نقلیه وسیلې نوع پورې تړاو لري.

د لارښود او ډریورۍ روزنځایونو کې د روزنې دورې په تیوري او عملي بڼه ترسره کیږي. د ډریورۍ B نوع لومړني جواز (د 3 څخه تر 5 ټن پورې وزن لرونکي نقلیه وسایل) ترلاسه کولو لپاره باید لږترلږه 14 ساعتونه تیوري او د ډریورۍ 12 ځانګړې دورې سرته ورسوئ. د ډریورۍ جواز لاسته راوړو لپاره تاسې باید تیوري او عملي ازموینه کې ومنل شئ.
تیوري ازموینه کمپیوټري ترسره کیږي. تاسې کولی شئ په یوه بله ژبه ازموینه ترسره کړئ.

محرومیت 0:58

د لارښود او ډریورۍ قوانینو څخه سرغړونې مجازاتو کې نقدي جریمه، منفي امتیاز او د ډریورۍ څخه محرومیت شامل دي. د 8 څخه ډیر منفي امتیازونه د ډریورۍ جواز د بیرته اخیستلو پایله لري.

تصدیقونه 1:15

څوک چې په آلمان کې ځانګړې استوګنه نلري او یوازې د لیدنې لپاره آلمان ته راغلی وي (د مثال په توګه د توریست په حیث) کولی شي د خپل ډریورۍ جواز څخه د لنډې مودې لپاره کار واخلي. که جواز مو په آلماني ژبه نه وي، نو د ډریورۍ نړیوال جواز او یا د جواز ژباړې ته اړتیا لرئ. د جواز ژباړه تر 6 میاشتو پورې اعتبار لري.

په آلمان کې د خپل رسمي اقامت ځای د پتې وړاندې کولو پورې، د 6 میاشتو مودې لپاره تاسې کولی شئ خپل د ډریورۍ جواز سره ډریوري وکړئ. لدې مودې وروسته، تاسې اړیاست چې د ډریورۍ آلماني جواز واخلئ. مهرباني وکړئ د خپل بهرني جواز بیاکتنې په اړه غوښتنه سمدلاسه خپل د اقامت ځای د لارښود او ډریورۍ ادارې ته ورکړئ. هغه جواز چې د اروپا اتحادیې یا د اروپا د اقتصادي سیمې غړي هیوادونو څخه کوم یوه صادر کړی وي، په آلمان کې هم اعتبار لري او یوازې هغه مهالی یې باید بیاکتنه ترسره شي که چیرې ملي اعتبار یې پای ته رسیدلی وي.

د ډریورۍ جواز د بیاکتنې لپاره ممکن اړ اوسئ چې تیوري یا عملي ازموینه ورکړئ.

د اروپا اتحادیی یا د اروپا اقتصادي سیمې غړي هیوادونه او په ورته توګه د تړون غړي هیوادونه د ازموینې ورکولو ته اړ ندي.